ترڅو بیا بیا اشتباه !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                                 وايي کوم ملت چې له خپل تاریخ څخه زده کړه نه کوي ، بیا بیا ازمایښتونو ته اړوځي . افغانان ښايی سیمه کې یوازینی ملت وي چې د نورو ملتونو او قومونو په خلاف په تېره بیا دې روستیو کې يي زیاتې سرښندنې ورکړي او ډېر زیانونه يي لېدلي وي . په روستیو څو لسیزو کې په لکونو افغانان په بمونو والوځول شول او په چړو له تیغه تېرشول او د ډیورنډ پر دواړو غاړو د افغانانو ټاټوبی په کنډواله او شاړه بدل شو !

له دوهمې نړیوالې جګړې روسته بل هیڅ ملت دومره کړاو او بل هیڅ هېواد هومره وراني نه ده لېدلی!

پوښتنه دا رامنځته کیږي دومره افغانان چې شمېر يي له لکونو اوړي ، ایا دوی ټول د خپلو ملي  موخو اوګټو لپاره قرباني شول ؟ په دومره بېدریغه سرښندنو سره موږ کومي ملي ګټې ترلاسه کړي ؟ د افغانانو خاوره ، اوبه او فضا چې په بله واوښته په پایله کې يي افغانانو څه ترلاسه کړل ؟ ایا د افغانانو د سرونو په غوبل کې افغانان هوسا ، سوکاله او اباد شول که ګټه ګاونډیانو لکه پنجاب ، د ایران اخوندانو او نورو ته ورسېده ؟ دا چې ویل کیږي د افغانانو په سرښندنو د برلین دیوالونه ړنګ شول او دوه جلا المانونه سره بېرته یوځای شول افغانانو ته يي څه او کومه ګټه ؟ ایا په دې سرښندنو د ډیورند تپلی کرښه ړنګه او لروبر افغانان یوځای او بېرته لوی افغانستان رامنځته شو ؟ که د خپلو سرښندنو او خپل هېواد د ورانیو په بیه د نورو ګټو ته خوشحاله یوو او د پردیو په خوښیځه ( جشن ) کې څڼې غورځوو او په اتڼ ورته ګډ یوو ؟

همدا اوس په لوی ننګرهار ، لویه پکتیا ، لوی کندهار او نورو سیمو کې د فاسد ، مرتد او ابلیس جناح په عکسونو چټلې او ککړې پنجابۍ کالدارې نه چلیږي ؟ دغه ټوله سیمه په نارسمي ډول د پنجاب تر سیاسي ، تبلیغاتي او اقتصادي واک لاندې نه ده ؟ څه شول هغه بې ننګه مقاومت خېل او مجاهدین چې په درواغو سره يي د هېواد د ازادۍ بوللې ویلې اوس ولې د پنجاب په غلامۍ کې چوپ دي ؟

چیري دي هغه طالبان چې د لویدیځ د اشغال د ډرامې په پلمه د پنجاب او ایران د ګټو لپاره خپل ولس وژني او خپل هيواد نور هم ورانوي خو خپله د پنجاب د ښکاره او ایران د پټ اشغال لامل دي ؟ ایا دوی د افغانستان پر سپيڅلې خاوره د پنجاب د روستیو پوځي یرغلونو ، اشغال او تیري په وړاندې کوم غږ پورته کړ او که خپله دوی ددې یرغل په لومړي کتار کې جنګیږي ؟       

په لویه کچه هغه جګړه چې دا نن ادامه لري ایا افغانان په کې نه وژل کیږي او د لروبرو افغانانو پاتېشونې په کې د اور خوراک نه ګرځي ؟ دغه جګړه چې د پنجاب ، ایران ، عربو او نورو د ګټو لپاره زموږ په خاوره کې روانه ده موږ افغانانو اوږه نه ده ورکړې ؟

دا ډول په سلګونو نورې پوښتنې ، ننګونې او پیغورنې د افغانانو مخې ته پرتې دي چې باید سر پرې خوږ کړو ، ويي څېړو او ځواب ورته ولرو !

د روان کال د اګست په ۴ مه نشنل انټرسټ رسنۍ د زلمي خلیل زاد په قلم یوه لیکنه خپره کړې چې د یوې برخې  ژباړه يي تاند د اګست په ۵ مه رااخیستې . هلته لولو : « ولسمشر کرزی په وروستیو کې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو په هلوځلو کې بریالی شوی نه دی او اسلام اباد لا هم له وسله والو یاغیانو سره د ملاتړ پر پالیسۍ ټینګار لري. ډېر افغان چارواکي روستي ترورونه له پاکستان سره بې ارتباطه نه بولي. ایران هم داسي ښکاري چې د هغو کسانو ملاتړ کوي چې د امریکا مخالفت کوي او دا کار احتمالاً له پاکستان سره په هماهنګۍ کې کوي.

 

زلمی خلیلزاد د دغو ټولو خنډونو له یادولو او پرهغو د اندېښنې ښودلو وروسته وړاندیز کوي چې لومړي قدم کې دې د اوباما او کرزي د حکومتونو ترمنځ په اړیکو له سره غور وشي . »

کرزی که لویدیځ او په تېره بیا له امریکې سره « کوشتې » نیسي دا غیږه د افغانستان د ملي موخو او ګټو لپاره نه ده بلکې دا هغه تېروتنه ده چې له تاریخه د ناخبرتیا په وجه بیا بیا تکراریږي .

کرزی باید  د تاریخ په دې شېبه کې « کوشتې » له پنجاب او ایراني اخوندانو سره ونیسي . کرزی باید « کوشتې » له ترهګرو او مذهبي توندلارو سره ونیسي چې په افغانستان کې يي د پرمختګ او ودې ټولې لارې ډب کړي . کرزی باید تر ټولو ړومبی پر سیمه یځو سیالانو او دوښمنانو بریالی شي او افغانستان کې د دوی د لاسوهنې او جګړې لاسونه لنډ کړي . دا کار کرزی هغه مهال کولای شي چې د سیمه یځو غلامانو له شتون پرته د دوی له بادار سره نیغ په نیغه په انډوله او برابره معامله کې ورګډ شي .

سیمه یځو داړه مارانو او ګاونډیانو افغانستان تبا کړی . افغانستان بیا رغونې ته اړتیا لري . بیا رغونه ملي او بهرنیو کادرونو ، پانګې او تخنیک ته اړتیا لري . دا تخنیک ، پانګه او د ملي کادرونو روزنه له لویدیځ سره په دوستۍ او اړیکو کې پرته ده . پنجاب ، ایران ، عرب او نور لنډه غر نه تخنیک لري ، نه پوهه لري او نه ملي کادر روزلی شي . دوی خپله په دغو شیانو پسې د لویدیځ په پښو کې پراته دي . دوی موږ ته یوازې ترهګر ، مذهبي توندلارې ، ډاکوان او سړیخواره روزلی او رالیږلی شي . موږ باید لومړی له ګاونډیانو خپل ګریوان راخلاص کړو او له دوی سره د سیالۍ وړ او پر دوی غلبه ترګوتو کړو . کله چې زموږ دا اړتیا پوره شوه ، بیا لویدیځ سره هم پخپلو اړیکو کې له سره کتنه کولای شو او هغه سمولای او جوړولای شو .

پنجاب غواړي چې امریکا ورسره ستراتیژیک تړون ولري . امریکا او لویدیځ باید د پنجاب له لارې سیمې سره اړیکې ټینګې کړي . لویدیځ باید د پنجاب تر سترګیو ( عینکو ) لاندې سیمې سره راشه درشه ولري . د سیمې هر هیواد که وغواړي لویدیځ ته لاره پیدا کړي باید له پنجابه جواز تر ګوتو کړي . پنجاب د همدغو موخو لپاره ترهګر روزې او پالي او افغانستان ته يي رالیږي چې دلته د جګړې اور مړ نشي او افغانستان دا وخت او فرصت پیدا نکړی چې سیمه کې د پنجاب بدیل شي او لویدیځ دا ځل د پنجاب پر ځای د افغانستان له کنډو څخه له سیمې سره راشه درشه تنظیم کړي . امریکا سره د یارانې په لیوالتیا اوتاو کې د پنجاب په اړه ، د پښتو دا لنډۍ ریښتینولي پیداکوی .

څوک يي لېدن پسې ړندیږي

څوک يي له کټه غورځوي چې خوب راځینه     

خو د القاعده او ترهګرو سره د تلپاتې یارانې په تړاو امریکا پر پنجاب خپل باور له لاسه ورکړی او غواړي د پنجاب پرځای افغانستان او هند ته مخ واړوي او سیمه کې لوبه بل رنګ ونیسي . همدارنګه چین سره د پنجاب نوې یارانې هم لویدیځ قهرولی دی .

خو بلخوا د لویدیځ دوستي چې د تاریخ  دې شېبه کې افغانستان لپاره اکسیر ده « کرزی يي له کټه غورځوي » او له بده مرغه له هغې سره « کشتې » نیسي او خپلې دې لنډپارۍ سره د افغانستان ګټې په اوبو لاهو کوي .

کرزي سره د ایران دوستي او د پیسو کڅوړې هم په دې موخه دي چې افغانستان له لویدیځه لري او ګوښه کړي او بیا يي دومره وډبوی چې د شا اشرف هوتکی په لاس د صفوي شاحسین د ډبولوغچ ترې واخلي .

هغه فرصتونه چې روستیو کې افغانستان ته نصیب شوي د سراښو او دوه مخو ګاونډیانو په سترګو کې نه ځاییږي او له هره پلوه په دې غوړې مړۍ حمله ده . د کرزي په مشرۍ د مافیا ــ مجاهدینو ډلګۍ چې سر يي پنجاب او لکۍ يي ایران سره غوټه ده ، په تېرو لسو کلونو کې يي دا ټول فرصتونه یو په بل پسې له لاسه ورکړل او که وضعه همداسې ادامه پیداکړي ، افغانستان به بیا د سراښو ګاونډیانو د وزلوبې میدان شي .

لا اوس هم روستي فرصتونه موجود دی . پخوا له دې چې د افغانستان د ژغورنګ بېړۍ ډوبه شي د افغانانو مخکښان باید راوړاندې شي او د هیواد له مشرتوب څخه د مافیا ــ جهادي ډلګۍ لاس لنډ او افغانستان د سولې ، پرمختګ او سوکالۍ په لار سیخ کړي .

اخځونه :

ــ تاند بریښناپاڼه

د ۲۰۱۱  کال د اګست ۶ مه 

 


August 7th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات